خدمتونه

د موسی‌کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ بازار د ۴ کیلو متره سړک د قیر کولو چارې پیل شوې

د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ بازار د ۴ کیلو متره سړک د قیر کولو چارې پیل شوې. دغه پروژه د ټولګټو وزارت (فواید عامې) له بودجې تمویلېږي او د واما ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت له لوري به په ۱۵ کاري میاشتو کې بشپړه شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ، بازار ته لاسرسی او د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اسانه شي. واما ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ژمن دی چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوي ډیزاین، تخنیکي مشخصاتو او ساختماني معیارونو سره سمې ترسره کړي او د موادو او رغنیزو چارو کیفیت په دوامداره توګه وڅاري. د واما شرکتونو ګروپ د ساختماني او لوژستیکي خدمتونو ترڅنګ د کرنې، مالدارۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، درملو او طبي وسایلو په برخو کې هم فعالیت لري. دغه ګروپ ژمن دی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ملي او بنسټیزې پروژې په ټاکلي وخت او د کیفیت له معیارونو سره سمې پلې کړي.

د موسی‌کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ بازار د ۴ کیلو متره سړک د قیر کولو چارې پیل شوې

زموږ سره اړیکې