د کندهار ولایت په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې ۷۱۵ کورنیو ته یوریا او ډی آپي کیمیاوي سرې و وېشل شوې. چې هر بزګر ته یوه بوجۍ (۵۰ کیلو ګرامه) ډي ای پي کود او دوه بوجۍ (۱۰۰ کیلو ګرامه) سپینه سره یا یوریا کیمیاوي کود و وېشل شول. دغه مرستې چې د اسلامیک ریلیف د موسسې له لوري چمتو شوې وې، لوژستیکي چارې یې واما لوژستیکي خدمتونو شرکت په غاړه درلودلې چې په ښه کیفیت او منظم ډول یې اړونده کود بزګرانو ته و وېشل. واما د شرکتونو ګروپ په هېواد کې یو له مهمو شرکتونو څخه دی چې په بیلابیلو برخو لکه، لوژستیکي، تجارتي، زراعتي، مالدارۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، او طبي وسایلو د تجهیز او تدارک په برخه کې کافي تجربې څخه برخمن دی.